ایکنانیوز راپور راکوي،د عربستان هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورڅلویښتم پړاؤ کې د ګډون لپاره د ایران دوه نمایندګان دغه هیواد ته روان شوي دي.
په همدې اساس د تول قرآن د حفظ په څانګې کې محمد حسین بهزادفر او د قرآن د پنځلسو سپارو د حفظ په څانګې کې محمد مهدی رضائي به د عربستان د قرآن په سیالیو کې برخه واخلي.
دعربستان د قرآن په سیالیو کې د ایران دوه نمایندګان په پیل کې دوحې ته روان شوي دي او له هغه ځایه به تر نن ماښام پورې عربستان ته وخوځیږي.
عربستان ته د ټولو سیالۍ کونکو له واریدیدو وروسته د جمعې په ورځ لومړنۍ چاڼ ترسره شي او په دوام کې به له شنبې یا خالی ورځې څخه سیالۍ پیل شي.
سره له دې چې تر اوسه بورې د دغو سیالیو د زمانبندۍ دقیق اطلاعات او جزیات نه دی اعلان شوي، خو اټکل کیږي، په دغې پيښې کې سیالۍ به د راتلونکي وږې یا سنبلې د میاشتې تر لومړنیو پورې دوام ومومي.
په دنیا کې د قرآڼ کریم د سیالیو په ډګر کې درې نړیوالې پيښې ترټولو پخوانۍ او باؤري سیالۍ او پیښې شمیرل کیږي چې په هغو کې د په ۶۳پړاؤنو سره د ملایشیا د قرآن نړیوالې سیالۍ ، د عربستان په ۴۳ پړاؤنو او د ایران په ۴۰ پړاؤنو سره سیالۍ پکې شاملې دي.